ولایت قندهار


په افغانستان کې دیموکراتیک نظام دبیلابیلو ننګونو سره مخ دی؛ د ازادو او عادلانه ټاکنو نه نیولې او بیا د خلکو بنسټیزو حقونو او آزادیو محدودیتونه؛ مسلحانه جګړې نه یوازې د دولت دماتیدو سبب ګرځي بلکې د دیموکراسۍ انکشاف ودې په مقابل کې يي ننګونې را ولاړې کړې دي.

ضعیفه حکومتولي یو نه ځواب ویونکۍ سیاسي سیسټم او په سیاسي نظام کې پراخه فساد چې دیموکراسۍ پر بنسټ محبوبیت لري باور يي کم کړئ دی.

 له بلې خوا؛ په کې قدرت بې له حده تمرکز د تقنیني فرمان په زیاتیدونکي کارونې؛ او دقواو ترمنیځ نه توازن د نقد فضا تنګه کړې؛ او د مذهبي افراطیت له خپرولو، دعقایدو تفتیش دافغانستان دموکراسي په غیرلیبرال مبدله کړې او جمهوریت يي  په یو نامعلوم نوم کې واقع کړئ.

د دیموکراسۍ لپاره د کابل فورم په افغانستان کې د ډیموکراسۍ پیاوړتیا لپاره رامینځته شوئ. دا فورم  به مختلف فعالان راټولوي ، په شمول د فکري اصالح کونکو ، د مدني ټولنې فعالان ، د ځوانانو مشران او پوهان ، دا فورم به  دیموکراسۍ ننګونو په اړه فکر کولو لپاره او د ننګونو په وړاندې د دموکراتیک غبرګون وړاندیز کوي چې زموږ ټولنه تر اغیز لاندې راولي..

ګرانو لیدونکو ، تاسو کولی شي موږ ته د لاندې مفاهیمو پر بنسټ مقالې راولیږئ! 

  • په افغانستان کې د دموکراتیک حکومتدارۍ  په مقابل کې ننګونې
  • په افغانستان کې د دموکراسي سازۍ په مقابل کې ننګونې
  • جمهوريت او د دې ننګونې
  • ستاسو په ولایت کې د ځایی حکومتدارۍ بریالۍ نمونې
  • ټولنیز خوځښت او ډیموکراسي
  • عوام فریبي او دیموکراسئ ته زیان رسولو څرنګوالی
  • توکميز نفرت او نژاد پرستي
  • د دیموکراسۍ په وده کې د رسنیو رول
  • سیاسي ګوندونه او ډیموکراسي
  • مدني ټولنه او ډیموکراسي
  • دین او دیموکراسی

دمقالو د رالیګلو وروستی نیټه ۱۳۹۹ کال د .... په ... نیټه دی.  

خپلی اړوندی مقالی دغه ایمیل ته sangarkdr123@gmail.com واستوی، د لا نورو معلوماتولپاره دانستیتوت ویب‌سایت ته ولاړشی ددموکراسی لپاره دکابل مجمع ته مراجعه وکړی.