د ډيموکراسۍ لپاره د کابل مجمع


د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتوت په پام کې لري چې د سیاستوالو، د ډیموکراسۍ او ټولنیزو فعالینو، د مدني ټولنې د غړیو، رسنیو او په ځانګړې توګه د پوهنتونونو د ممتازو ځوانانو څو اړخیزه مجمع رامنځته کړي. ددې نوښت هدف دادی چې د ډيموکراسۍ د اوسني حالت او د حکومتدارۍ د ننګونو په اړه یو ډيالوګ جوړ شي. د ډيموکراسۍ لپاره د کابل مجمع بېلابېلې لارې چارې په کار اچوي چې د هېوادوالو پوهاوی لوړ شي. په سیمه ییزه کچه له ولایتونو نیولې تر ملي او منطقوي کچې پورې د ډيموکراسۍ د احیا لپاره هڅې دوام ومومي.

د ډيموکراسۍ لپاره د کابل مجمع د نړۍ له نورو دا ډول مجامعو لکه، د اروپا د شورا په مرسته د ډيموکراسۍ نړۍ وال انجمن، د نیویارک ټایمز په مرسته د آتن د ډیموکراسۍ مجمع او د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو د انستیتوت په مرسته د هرات امنیتي خبرو اترو نه الهام اخیستی دی. ددې مجمع هدفونه دادي چې د محلي اجماع د رامنځته کولو د لارو چارو لپاره په محلي، ملي او سیمه ییزه کچه د اړیکو یو پول جوړ شي او د خلکو د مشر تابه( مردم سالارۍ) او د حکومتولۍ په وړاندې په محلي او سیمه ییزه توګه ننګونې په نښه کړي او د محلي ټولنې او په ملي او سیمه ییزه توګه د تصمیم نیونکو تر منځ داسې اړیکي رامنځته شي چې له دې لارې په ښه توګه د افغانستان او سیمې  د ډيموکراتیزه کېدو په بهیر کې مرسته وکړای شي.

د ډيموکراسۍ لپاره د کابل مجمع به د ډيموکراسۍ په وړاندې د محلي اجماع د مالکیت حس مخپورته بوځي. همدارنګه دا مجمع د مدني فعالینو، د ډيموکراسۍ د فعالینو او د مدني ټولنې د سازمانونو ترمنځ د اړیکو لپاره لارې چارې پرانیزي، چې له نړۍ والو تجربو زده کړه وکړي. دا مجمع به د ځوانو زده کوونکو او نورو ګټه اخیستونکو تر منځ د وصل د کړۍ په توګه کار وکړي. یا په بله وینا، د ډيموکراسۍ لپاره د کابل مجمع به ځوانو زده کوونکو ته لوړ نقش په پام کې ولري، چې د ډيموکراسۍ لپاره خپل غږ پورته کړي. دا مجمع به په ټول افغانستان کې د محلي ټولنې او د پوهنتونونو د محصلینو لپاره داسې ځای وي چې دوی په کې خپل نظرونه څرګند کړي او ورسره له ملي او نړۍ والو کارپوهانو څخه ډيموکراسي زده کړي.